د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونیز مرکز څخه د بېلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۷۰۰ تنه ځوان منسویین له درې میاشتنیو مسلکي، عملي او نظري زده کړو څخه وروسته نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو، همدا راز مسؤلینو هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: د ملي اسلامي اردو منسوبین د اسلامي او شرعي نظام د نفاذ او حاکمیت لپاره شپه او ورځ په خدمت بوخت دي، او هیچاته اجازه نه ورکوي، چې زموږ اسلامي نظام تخریب کړي.
غونډه فارغانو ته د بری لیکونو او تحفو په ورکولو سره پای ته ورسېده.