د ۳۱۳ مرکزي قول اردو منسوبینو له لوري په کابل کې۳ تنه غله ونیول شول

web_admin

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف او استخباراتو مدیریت منسوبینو د یو لړ کشفي راپورونو په اساس د کابل ښار شاه شهید سیمه کې ۳ تنه غله، په داسې حال کې ونيول چې یو لکسس موټر یې د ګلپوشۍ په بهانه له یوه موټر پلورنځي څخه په کرایه نېولی و او بیا یې غوښتل چې ياد موټر پر یوه بل موټر پلورنځي خرڅ کړي.

نیول شوو کسانو د لومړنیو څیړنو په نتیجه کې د یو بل ۲۰۰۰ ماډل ټوډي موټر په غلا کولو هم اعتراف وکړ چې۳۱۳ مرکزي قول اردو منسوبینو یاد موټر هم تر لاسه او لکسس موټر خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.