د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند نهمې سرحدي لواء ځواکونو له لوري یو هایلکس موټر او یو شمېر وسلې ونيول شوې

web_admin

د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د نهمې سرحدي لواء د کشف او استخباراتو منسوبینو د کشفي راپورونو پر بنسټ یو هایلکس موټر، ۴ میله کلاشینکوفونه او یو میل روسي پیکاه چې په یو کور کې په غیر قانوني توګه ځای پرځای شوي وو،
ونیول شول.

د ملي اسلامي اردو زړور ځواکونه د هیوادوالو د لاښه امنیت د ساتلو لپاره شپه او ورځ په خدمت بوخت دي.