د ستردرستز توپچي ریاست کې د ظرفیت لوړونې له سیمینار څخه ۶۰ تنه منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د سیمیزو قول اردو ګانو ۶۰ تنه مدیران او د پلان ګذاری افسران د ستردرستیز توپچي ریاست د توپچې د بیلابیل ډول زمیني او هوایي وسلو زده کړې او د ظرفیت لوړونې او مسلکي کېدو له درې ورځني سیمینار څخه فارغ شول.

په دغه سیمینار کې د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ قوماندان مولوي تراب الهادي(طیب عمر)، د توپچي ریاست مرستیال ملا صدیق الله مستري، ډګروال خان الله حمیدي او ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو په خپلو خبرو کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه: چې خپلو اصلي کارونو ته متوجې هیڅکله پخپله خاوره معامله ونکړئ، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.