د بهرنیو چارو وزیر د ختيځ زون ۲۰۱ خالد بن وليد رض د قول اردو له مسؤلینو سره وکتل
د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان "متقي" تېره ورځ د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو له قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسؤلينو او مجاهدينو هڅې وستايلې او زیاته یې کړه: چې دفاعي ځواکونه په ختيځ زون کې د ډاډمن امنيت د تأمين سربيره فرضي کرښې ته څیرمه هیوادوالو څخه شپه او ورځ په پوره مېړانه ساتنه او دفاع ترسره کړې او د ولسونو زړونه يې ترلاسه کړي دي.
د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ''ابودجانه'' له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او همدارنګه يې د ټولو ورکړل شويو اوامرو د بشپړ اطاعت او تطبيق ژمنه وکړه.