د کابل او شمال ختیځ زون عمومي لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه
نن ورځ د کابل او شمال ختیځ زون عمومي لاره چې د زياتو اورښتونو او سېلابونو له امله د کندوز ولايت علی آباد ولسوالۍ د ښار په سيمه کې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې وه؛
د ٢۱۷ عمري قول اردو د انجینرۍ مدريت او د اضطرار حالاتو د کمېټې په هلو ځلو سره نن له غرمې وروسته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.