د هیواد په شمال ختيځ زون کې د ٢١٧ عمري قول اردو له لوري د اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

web_admin

د ٢١٧ عمري قول اردو منسوبینو په کندوز، تخار او بغلان ولایتونو په بېلابېلو  ولسواليو کې د اړمنو کورنیو سره د اړتیا وړ موادو  مرسته وکړه.

په دغه مرستو کې خېمې، کمپلې، د څارویو خواړه او نور د اړتیا وړ مواد شامل وو.

زيانمن شويو کورنیو د مرستو په رسولو کې د خپلو دفاعي او امنيتي ځواکونو د دغه ښه او ګټور اقدام له امله مننه او قدرداني وکړه.