د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند ځواکونو ۶۰ تنو هغه هیوادوال چي په واورو کې بند پاتې وو وژغورل

web_admin

تېره ورځ د ۲۰۳ منصوري قول  اردو اړوند د څلورمې پلې لواء ځواکونو د لوګر ولايت په بیلابیلو سیمو کې ۶۰ تنه هغه هیواد وال چې په واورو کې بند پاتې وو وژغورل او د خپلو وسایطو په واسطه یې امن ځایونو ته انتقال کړل چي اکثره برخه یې کوچیان وه.

د یادوني وړ ده چې د واورو د اورښت په تازه څپو کې دا څوم ځل دی چې د هیواد امنيتي ځواکونو له خوا  په بيلابيلو سیمو کې په لسګونه تنه هیواد وال چې په واورو کې بند پاتې وو ژغورلي او د نظامي وسایطو په زریعه یې آمن سیمو ته لېږدول شوي.

د ملي دفاع وزارت امنیتي او دفاعي ځواکونه تل هڅه کوي چې د طبعي پېښو  په صورت کې ۲۴ ساعته د خپلو هیوادوالو په خدمت کې واوسي، ترڅو  د سر او مال ژغورنه یې وکړي.