مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۲۵مه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د۹۴ ترهګرو وژل کیدل
کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو پهتیرو۲۴ساعتونو کې ۶ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۷۹ځانګړي کوماندویيدندې او ۱۳هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی، د افغانستان هوایي ځواکونو۸۶ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۹۴ تنه وسله وال ترهګر وژل او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د لغمان، خوست، لوګر، پکتیکا، پکتیا، ارزګان، زابل، بادغیس،فراه، بلخ بغلان، جوزجان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې ۵۱ تنه ترهګر وژل شوي او لسګونه میله وسلې له منځه وړل شوي، د ارزګان ولایت د دهراوود او مرکز اړوند سیمه کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي. ۲پټنځایونه، یو موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي .
همدا راز د پکتیکا ولایت د برمل او ګومل ولسوالیو کې د حقاني شبکې اړوند ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او د وسلو اومهماتو یوه دیپو له منځه وړل شوې، د فراه ولایت د ماندګار په سیمه کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان، د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان او د سرپل – جوزجان لویې لارې په اوږدو کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یاونې وړ ده چې په دغو نښتو کې ۲ تنه د ملي اردو زړور سرتیري شهیدان او۶ تنه نور ټپیان شوي دي . د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.