د کابل کندهار  لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

web_admin

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د میدان وردګ ولایت د پنځمې پلې لواء د مجاهدینو لۀ لوري بیګا شپه د کابل  کندهار لویه لاره چې د واورې د ډېر ورښت لۀ امله بنده وه، د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

یادې سیمې ته د میدان وردګو والي قاري بختیار "معاذ" او د پنځمې پلې لواء قوماندان مولوي روح الله "وثیق" خپله هم ځانونه رسولي وو.

د یادونې وړ ده چې په ورته مهال د دارالامان لومړۍ پلې لوا منسوبینو لۀ لوري د کابل میدان وردګو لاره چې ډېر اورښت له امله تړلې وه پرانیستل شوې وه.