د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو منسوبین د نورستان ولايت ولسونو ته د بيړنيو مرستو په موخه ورسيدل

web_admin

د نورستان ولايت نورګرام ولسوالۍ د تيتين درې اړوند نکره کلي کې يو شمير کورونه د واورې او غر ښويېدنې له امله لاندې شوي دي چې له بده مرغه تر دې دمه زموږ ۲۵ تنه ولسي وګړي شهيدان او ۲ تنه ټپيان شوي دي.

د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د عبدالله بن رواحه رض څلورمې پلې لوا زړور مسؤلین او منسوبین د هیوادوالو د ژغورلو لپاره يادې سیمې ته رسېدلي دي.

د ملي اسلامي اردو زړور منسوبین شپه او ورځ د خپلو هیوادوالو په خدمت کې دي او د یادې طبعي پیښې ټپیانو ته یې اولیه مرستې رسولي دي او لاهم د واورو لاندې هیوادوالو د ژغورلو هڅې روانې دي.

نور جزیات به وروسته درسره شریک شي.