د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۱۷ تنه ځوان منسوبین فارغ شول 

web_admin

د تعلمیاتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د درې مسلکي ښوونځيو څخه د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۱۷ تنه ځوان منسوبین له دوه میاشتنیو زده کړو څخه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسؤلینو فارغ شوي مجاهدین خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته يې کړه: ترلاسه کړې مسلکي زده کړې د اسلامي امارت امانت دې چې تاسو ته در وسپارل شوې، له یادو زده کړو څخه د اسلامي نظام د تحکیم او پياوړتیا په برخه ګټه پورته کړئ.

په ورته مهال فارغ شویو ځوانو منسوبینو ژمنه وکړه چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه به د ملي اسلامي اردو د پیاوړتیا او د هیواد ښيرازۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې هر اړخیزه ګټه پورته کړي.