د ۲۰۳ منصوري قول اردو له لوري ګڼ شمېر وسلې، مهمات ونیول شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په خوست او لوګر ولايتونو کې د کشفي راپورونو پر بنسټ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول.

په دغو وسلو کې (۲) میله امریکايي سیګما تفنګچې، (۱۱۲۰) فیره د زیکویک مرمۍ،(۲۵۲۰) فیره د دهشکې مرمۍ،(۵۰) فیره د ۸۲ ملي متري هاوان مرمۍ،(۲۵) فیره د ۶۰ ملي متري هاوان مرمۍ،(۱۵) فیره د ۷۵ وسلې مرمۍ، (۲۳) فیره د راکټ مختلف النوع مرمۍ،( ۸۸۰) فیره د پیکاه مرمۍ، (۷) بکسې د دهشکې او زیکویک مرمۍ او ګڼ شمېر نظامي تجهیزات شامل وو.