د نظام د اساساتو او د قرارګاه د امنیت د تامین په برخه کې له روزنیز کورس څخه ۴۰ تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

هغه ۴۰ تنه مجاهدین چې د ستردرستیز انجینرۍ ریاست له خوا د نظام اساساتو د زده کړې او د قرارګاه د امنیت د تامین په موخه روزنیز کورس ته معرفي شوي وو؛ نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ستردرستیز د انجینرۍ رئیس مولوي نصرالله "منصور"، مسؤلینو او ګڼو مجاهدینو په شتون کې فارغ شول.

د دغو منسوبینو فراغت مراسم د ستردرستیز انجینرۍ ریاست په ګارنیزیون کې ترسره شول؛ چې له دوه میاشتنیو عملي او مسلکي زده کړو وروسته مجاهدینو د ګارنیزیون د امنیت ساتنې، ګزمې او له دښمن سره د مقابلې او نیول کیدو مهارتونه زده کړل. 

دغه مجاهدینو د خپل روزنیز کورس په پای ته رسولو سره له نظامي مکلفیتونو سره تر مخکې ښه اشنا شوي، او د یوه مسلکي، منظم او پیاوړي ملي اسلامي اردو د جوړیدو په لور به ګړندي ګامونه اخلي.