د لوګر ولایت په څلورمې پلې لوا کې د ملکیتونو او ساختماني چارو ریاست له لوري یو جامع مسجد ډبره کیښودل شوه

web_admin

نن ورځ په لوګر ولایت کې د ۲۰۳ منصوری قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا په قرارګاه کې د ملکیتونو او ساختماني چارو ریاست له لوري یو جامع مسجد د ملکیتونو ساختماني چارو ریاست فني مرستیال مولوي حمدالله "کامران"، د یادې لوا قوماندان مولوي محمد ګل "خیبر" او د ګڼ شمیر مسؤلینو په حضور کې ډبره کیښودل شوه

دغه مسجد به د یولس میلونو افغانیو تخصیص شوې بودیجې په لګښت د ۱۸ متره سور او په ۲۴ متره اوږدوالي کې د دوه کتابخانو په درلودلو سره په دوه منزلونو کې د انجینري نورم مطابق په لوړ کیفیت سره ورغول شي، چې په یو وخت کې به د ۸۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت ولري.