رت عبدالله ابن مسعود رض جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۸۰ تنه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د څلورو مسلکي ښوونځيو له بیلابیلو کورسونو څخه ۱۸۰ تنه مجاهدین نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسؤلینو یادو فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې درکړل شوې زده کړې د اسلامي امارت یو امانت دی او په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې یې نورو مجاهدینو ته ور زده کړئ، له دغو فرصتونو څخه سالمه ګټه واخلئ.
په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود او غونډه د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.