د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د انجیوګرافي او انجیوپلاسټي عملیات په بریالیتوب سره تر سره شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ روغتیايی برخې ته په ځانګړې پاملرنې؛ د کاري ظرفیتونو د لوړلو او د روغتیایي مرکزونو په عصري او پر مختللو طبي ماشینونو او وسائلو سمبالولو سره په معیاري توګه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په دوام د لومړي ځل لپاره د هيواد په نظامي روغتونونو کې د شهید سردار محمد داود خان روغتون د تجربه لرونکو ډاکټرانو له خوا د انجیوګرافي او انجیوپلاسټي(Angiography،Angioplasty)عملیات په بریالیتوب سره تر سره شول.

همداراز اوس مهال د دغه برخو عملیات د شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د ملي اسلامي اردو سرتیرو او منسوبینو لپاره په وړیا ډول تر سره کیږي.