د ملي دفاع وزارت سرمفتشیت د سمع شکایاتو او تحقیقاتو مرستیال معرفي شو
د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید له مخې مولوي عبدالقهار "متوکل" د سرمفتشیت د سمع شکایاتو او تحقیقاتو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو، نن د سر مفتش مفتي لطیف الله "حکیمي" له لوري رسما اړوند کارمندانو ته ورپېژندل شو.
دغه مراسمو کې سرمفتش مفتي لطیف الله"حکیمي" دلوی درستیز د دفتر رئیس او ګڼ شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو نوی مرستیال ته د مبارکۍ تر څنګ لازمې لارښونې وکړې او نوموړی ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.