د ۲۰۵ البدر قول اردو روزنیز مرکز څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین له درې میاشتني پوځي، عقیدتي او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یادې قول اردو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.

دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس الحاج عبدالجبار “صدیقي”، د ۲۰۵ البدر قول اردو رهبرۍ ، مسؤلینو، عالمانو او ګڼ شمېر مجاهدینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو په وینا کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او هر اړخیزې اصلاحي ویناوې یې وکړې همداراز فارغانو ژمنه وکړه چې د خپل سر په بيه به د هېواد له اسلامي ارزښتونو او ملي حاکميت څخه دفاع او ساتنه کوي.