د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ۴۵ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند د پنځمې سرحدي لوا څخه ۴۵ تنه مجاهدین د درنو وسلو ( ډي سي او دافع هوا ) په برخو کې له دوه میاشتني پوځي او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یادې لوا له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
دغه غونډه کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مسؤلینو، عالمانو او ګڼ شمېر مجاهدینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو په وینا کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او هر اړخیزې اصلاحي ویناوې یې وکړې همداراز فارغانو ژمنه وکړه چې د خپل سر په بيه به د هېواد له اسلامي ارزښتونو او ملي حاکميت څخه دفاع او ساتنه کوي، غونډه فارغانو ته برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.