د هلمند ولايت بهرامچې اړوند سیمه کې نظامي تجهيزات کشف او ترلاسه شول
د ۲۱۵ عزم قول اردو څلورمې سرحدي لواء دويم کنډک ويښو ځواکونو د هلمند ولايت بهرامچې ولسوالۍ اړوند صالحانو په سيمه کې(۲)د طیارو ضد موشک، (۲) د توغندي دستګاوې او ۴۰۰۰ څلور زره فيره د ثقيل مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
دغه نظامي توکي د يادې شوې سيمې په يوه غره کې ځای پر ځای شوي وو چې د سرحدي ځواکونو داستخباراتی معلوماتو په اساس کشف او ترلاسه شول.
د هيواد دفاعي زړورځواکونه شپه ورځ د هیواد د سرحداتو څخه د سر په قربانۍ ساتنې ته ژمن دي.