د حضرت عبدالله ابن مسعود جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

web_admin

د ملي دفاع وزارت رهبري د لزوم دید او د چارو د ښه سمون په موخه د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون مخکنی مرستیال مولوي نصیب الله "مدني" د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ لپاره ټاکل شوی وو، نن د تعلیماتو او پرسونل مرستیال مولوي بازمحمد "حمیدي" له لوري رسما معرفي شو.

مسؤلینو په وینا کې ټاکل شوي قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه چې تغیر او تبدیل په یوه اداره کې اصل دی او دغه تغیر او تبدیل د چارو د لاښه سمون په موخه ترسره کیږي. 

دغه معرفت غونډو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو، رئیسانو او منسوبینو ګډون درلود او همدا راز نوي ټاکل شوي قومندان ژمنه وکړه چې ورسپارل شوی مسؤلیت به په ښه توګه ادا کوي او مشرانو ته یې د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ.