د خاواک او انداراب کوتل د جوړولو چارې جریان لري

web_admin

د ۲۱۷ عمري قول اردو د رهبرۍ په هدایت په بغلان ولایت کې د خاواک او اندراب کوتل مواصلاتي لار د یادې قول اردو د دریم انجینري لوا له لوري د جوړولو چارې جریان لري. 

په داسې حال کې چې د سالنګ تونل د جوړولو چارې شروع شوي دي بدیله لار یې د خاواک کوتل او شیبر لاره ده چې خاواک کوتل لارې د مسافرو لپاره یو شمېر ستونزې جوړې کړې وې؛د ۲۱۷ عمري قول اردو په هدایت یاد کوتل د انجینري ټیم له لوري د جوړولو چارې روانې دي.

تر اوسه پورې د یاد کوتل ۱۲ کیلومتره سړک تکمیل شوی دی او ۳۰ کیلو متره سړک نور هم ترمیم ته ضرورت لري چې د یاد ټیم له لوري یې کار جریان لري.