د ملي دفاع وزارت په تالار کې اصلاحي او عقیدوي پیل شوی سیمینار پای ته ورسېد
د امیرالمؤمنین حفظه الله د شفاهي حکم پر بنسټ او د ملي دفاع وزارت په هدایت د اپراسیون ریاست له لوري اونیز اصلاحي او عقیدوي سیمینار چې د یاد وزارت ټولو منسوبینو ته پیل شوی وو نن پای ته ورسېد په دغه سیمینار کې علماء کرامو او استادانو په عامه لهجه د دوه هفتو په جریان د دوه کاري شفتو ځانګړو موضوعاتو لپاره پلان شوی وو تدریس کړ.
د پلان مطابق په یاد سیمینار کې په منظم ډول د الانفال سورت ژباړه، نبوي سیرت، مشکات شریف احاديث، د امیرالمؤمنین حفظه الله لارښونې او نور شرعي موضوعات وړاندې کړل.
په پای کې دغه مراسم د اسلامي نظام د پایښت لپاره د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېدل.