د ٢٠٧ الفاروق قول اردو څخه ٦٥٠ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د لويديځ زون د ٢٠٧ الفاروق قول اردو ښوونيز پوځي مرکز له دري مياشتني پوځي، مسلکي او عقیدوي زده کړو څخه ٦٥٠ تنه مجاهدین نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغه غونډه کې د هرات ولایت والي الحاج شیخ مولوي نوراحمد "اسلام جار" د ملي دفاع وزارت سر مفتش مفتي لطيف الله "حکیمي" د یادې قول اردو قوماندان مولوي نصر الله"مطیع"او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې لارښوونې وکړې او زیاته کړه: چې د اسلامي نظام او هیواد د ساتنې لپاره خپل درسپارل شوی مسؤلیت په ښه شکل ادا کړئ، خپل کارونه په اخلاص او رښتنولۍ سره تر سره کړئ.
همدا راز یادو فارغانو ژمنه وکړه چې تل به د خپل سر په بیه له هیواد او ملي ارزښتونو څخه دفاع کوو، غونډه د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.