د ٢٠٩ الفتح قول اردو څخه ۶۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ د ښوونیز مرکز له ٣میاشتني عقیدوي، پوځي او تکتیکي زده کړو څخه ۶۵۰ تنه مجاهدین نن د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغه مراسمو کې د اقوامو قبایلو چارو وزیر ملا نور الله " نوري"د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندان، د شمال زون د ټولو ولایتونو والي صاحبانو او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو په خپلو ویناوو کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه: چې اوسنۍ اسلامي نظام د خدای تعالی یو عظیم نعمت دی او ساتنه یې د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی موږ او تاسو باید په ګډه له دغه اسلامي نظام څخه ساتنه او دفاع وکړو.

په پای کې فارغانو خپل پوځي نمایشات او وړتیاوې د مشرانو په شتون کې تر سره کړې او غونډه د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.