مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۱۴مه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲۶ ترهګرو وژل کیدل
کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۹۰ ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۲۰ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۶ تنه وسله وال ترهګر وژل، ۱۳ تنه ټپیان او ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د لوکړ، لوګر، غزني، ارزګان، بغلان، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د ۳ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په ګډون ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان د ارزګان ولایت مرکز اړوند نایچین او ملیزاییو په سیمو کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي، یو پټنځای، یو یوشکه ای ماین، ۱۰۰ کیلو ګرامه تریاک او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د کونړ ولایت د شلطن ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
###