د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۷۵ تنه مجاهدین فارغ شول

web_admin

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ.څخه د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۷۵ تنه مجاهدین چې ۴۶ تنو د ځانګړو وړتیاوو له ښوونځي او ۲۹ تنه د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې غونډه کې د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ګڼ شمېر مسؤلینو، مشرانو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو یادو مجاهدینو ته د مبارکۍ ترڅنګ، خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه چې درسپارل شوی مسؤلیت په ښه شکل ادا کړئ.

همدا راز فارغ شویو مجاهدینو خپلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې په پوره اخلاص به د هیواد په هر ګوټ کې خپلې دندې اجرا کوو.