د ۳۱۳ مرکزي قول اردو منسوبینو د ارغندي سیمه کې د سیلابونو راوتلو له امله هیوادوال وژغورل
د ملي دفاع وزارت اړوند ۳۱۳ مرکزي قول اردو د لومړۍ لوا انجینري او طبي پرسونل د کابل ولایت شپږمې ناحیې اړوند ارغندي علیا په بادام سیمه کې تیره شپه د سخت سیلاب راوتلو له امله د خپلو ګرانو هیوادوالو د ژغورنې په موخه هلې ځلې وکړې؛ دوی د پېښې ځای ته رسېدلي او د هلو ځلو په پایله کې د یوه ماشوم په ژغورلو بریالي شوي او لا هم هڅه کوي، چې تر ځمکې لاندې بند پاتې کسان او د شهیدانو جسدونه ومومي.
د ملي دفاع وزارت تخنیکي او روغتیايي ټیمونه په ټولو ولایتونو او سیمو کې د خپلو ګرانو هېوادوالو په خدمت کې دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره د خپلو ګرانو هېوادوالو هر اړخیزه پاملرنه وکړي.