د ۲۰۳ منصوري قول اردو په قرارګاه کې د نشه یې توکو سره د مبارزې او چاپیریال ساتنې اړوند سمینار پای ته ورسیدلو

web_admin

د ۲۰۳منصوري قول اردو د غونډو تالار کې د نشه یې توکو سره د مبارزې، چاپیریال ساتنې ، فردی حقوقو اړوندو برخو کې دوه ورځنۍ سمینار پیل شوی وو پای ته ورسیدلو.

دغه سمینار کې د ملی دفاع وزارت ستر درستیز لخوا ګمارل شوي هيئت، د یادې قول اردو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

همداراز دغه سمینار کې مسؤلینو یاد شوو برخو کې هر اړخیزې خبرې وکړي او د سمینار په پای کې ګډونوالو ته د هر ډول غیر شرعي او غیر اسلامي کړنو څخه د پاکې اسلامي ملي اردو او نظام د جوړولو سپارښتنه وکړه .