په میدان وردګو ولایت کې د تېرې شپې سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه او تلفات اړولي دي
د میدان وردګو ولایت په مرکز، سیدآباد، چک او جلریز ولسوالیو کې سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه او تلفات اړولي دي.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د میدان وردګو ولایت د پنځمې پلې لواء مېړنیو مجاهدینو د شپې ناوخته سیمې ته ځانونه رسولي، چې تر دې دمه یې زیات شمېر کسان ژغورلي دي.
دغه راز سلګونه کورونه په کُلي ډول تخریب او په زرګونه جریبه کرنیز حاصلات یې له منځه وړې دي، د کابل بامیانو لویه لاره بنده ده زموږ کاري پرسونل سیمې ته رسېدلی کار جریان لري او د خلاصولو هڅې یې روانې دي
جزیات وروسته...