د لوژستیک په لویه قوماندانۍ کې ۸۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملی دفاع وزارت اړوند د لوژستیک په لویه قوماندانۍ کې ۸۰ تنه مجاهدین د لوژستیکي له زده کړو څخه فارغ شول.
دغو مراسمو کې د یادې قوماندانۍ ګڼ شمېر مسؤلینو، مشرانو او مجاهدینو ګډون درلود.
مسؤلینو پخپلو ویناوو کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل، او زیاته یې کړه چې خپل مسؤلیت په ښه شکل ادا کړئ، هېڅکله پخپلو دندو کې غفلت ونکړئ.