په خوست ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونیول شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو د لومړۍ پلې لوا ځانګړو ځواکونو له لوري د یو لړ کشفې راپورونو پر بنسټ د خوست ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې يو شمېر سپکې او درنې وسلې، مهمات، نظامي وسایط او تجهیزات ونیول شول.
په دغو عملياتو کې دوه میله دافع هوا، اووه میله کلاشینکوف، یوه پایه د مزایلو دستګاه، یو میل درازنوف، یو ميل اګايز، یوه قبضه راکټ، یو میل M16، پنځه عرادې رنجر، یو عراده صرف موټر، یو عراده فورکلیفټ او ګڼ شمېر بېلابېل ډول نظامي توکي شامل وو.
یادې وسلې، مهمات او نظامي توکي چې په غیر قانوني توګه د غیر مسؤلو اشخاصو له لوري ساتل کېدل، له نیول کېدو وروسته اړوند مرجعو ته وسپارل شول.