د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځي له دوه میاشتني کورس څخه ۱۹ تنه د عامه چارو آمرین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځی له دوه میاشتني کورس څخه د سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو ۱۹ تنه د عامه چارو آمرین د ارتقاء ظرفیت لوړولو له کورس څخه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغه مراسمو کې د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي عبدالقیوم "الیاس" د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو رئیس مفتي  عنایت الله "خوارزمي" د عمومي خدمتونو ښوونځي قوماندان مولوي هدایت الله "مزمل"او ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون درلود.

مسؤلینو نوموړو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ هراړخیزې ویناوې وکړې او خپلو مسؤلیتونو ته یې متوجه کړل او زیاته یې کړه چې تاسو د خپل اړوند جزوتام استازي یاست، خپل مسؤلیت په ښه توگه ادا کړئ، هېڅکله پخپلو کارونو کې غفلت ونه کړئ.

همدا راز یادو فارغانو خپلې ستونزې او مشکلات له مسؤلینو سره شریک کړل او مسؤلینو ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ، په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.