د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان نیمروز ولایت ته سفر وکړ

s.mohmand

د ٢١٥ عزم قول اردو قومندان الحاج ملا شراف الدين " تقي" د یو پلاوي په مشرئ د نیمروز ولایت ته سفر وکړ او د نيمروز د دريم او پنځم سرحدي کنډکونو او له ګاونډي هیواد سره د همدې ولايت له پولو څخه ليدنه وکړه.

د ٢١٥ العزم قول اردو قومندان الحاج ملا شراف الدين "تقي" د نيمروز ولايت د مقام مرستيال او د دې ولايت د امنیه قوماندان سره د همغږۍ او سرحدي سيمو د ساتنې او اړوند نورو مهمو مسائلو په موخه لازمې مشورې او خبرې وکړې.

همدا راز د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان په خبرو کې پر ښو کړنو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ پر زیاتو همغږیو ټينګار وکړ او وويل: چې اسلامي امارت د سرحداتو ساتنه خپل مسٶوليت ګڼي او د ګاونډيانو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو د رامنځته کولو او پاللو په موخه پوره ژمنتيا لري.

په پای کې د سرحدي ټوليو له مسٶلینو او مجاهدینو سره په لیدنه کې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او سرحدي ځواکونه یې د هېواد د پولو، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتونکي وبلل.