په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې (۱۷) عرادې بیلابیل ډول وسایط ترمیم شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو د ګار نیزیون په ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي ټیم په هڅو ۱۷ عرادې بیلابیل ډول وسایط په اساسي ډول ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو وسایطو کې (۵) عرادې انټرنیشنل،(۳) عرادې M13 چین داره ټانکونه، (۳) عرادې کرینګونه، (۲) عرادې فورک لیفټ، (۳) عرادې غټ بسونه او (۱) عراده هاموې ټانګ شامل وو.