په هلمند ولایت کې د نظامي وسايطو ګڼ شمېر پرزې او سامانونه ونیول شول

s.mohmand

 د ۲۱۵ عزم قول اردو بدري لوا د عمري کنډک د کشف او استخباراتو مجاهدینو له لوري د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نظامي وسایطو ګڼ شمېر پرزې او سامانونه کشف او ونيول شول.

د یادې قول اردو زړور مجاهدین شپه او ورځ د خپلو هیوادوالو په خدمت کې دي او هيچاته به اجازه ورنکړي، چې د هېواد ملي شتمنۍ او بيت المال ته زيان واړوي.