په هرات او بادغیس ولایتونو کې یو شمېر مهمات او نظامي وسایط کشف شول

s.mohmand

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند لومړي کنډک زړورو مجاهدینو له لوري د هرات ولایت په زوال ولسوالۍ کې  ۱۵ فیره د ډي سي توپ مرمۍ او یوه عراده رنجر موټر چې په یو کور کې ځای پرځای شوې وه کشف او ضبط شول.

همدا راز د درېیمې لوا دویم کنډک مجاهدینو له لوري په بادغیس ولایت مقر ولسوالۍ کې ۱۳ فیره د غرني هاوان مرمۍ چې په تیره اداره کې په یوه پوسته کې ځای پرځای شوې وې ضبط شوې.