په ننګرهار ولایت کې د سيلابونو څخه ګڼ شمير هیوادوال وژغورل شول

s.mohmand

د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار، کامې، بټي کوټ، بهسود او يو شمېر نورو ولسواليو کې د سختو اورښتونو او سيلابونه راوتلو له امله ګڼ شمیر هیوادوال د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن مسعود (رض) د درېيمې پلې لوا مجاهدینو له لوري خوندي سیمو ته انتقال او وژغورل شول.

د درېیمې پلې لوا قوماندان په شتمنو هیوادوالو، تاجرانو، په ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د کامې ولسوالۍ له سېلاب ځپلو ولسونو سره عاجلې مرستې وکړي.

همدا راز د تېرې شپې لپاره يې د یاد ولايت له سېلاب ځپلو سره د خوارکي توکو مرسته هم وکړه او ډاډ یې ور کړ چې په هر ډول حالاتو کې ستاسو هر راز همکارۍ ته چمتو يو.