په ۲۰۹ الفتح قول اردو کې لسګونه عراده وسایط او وسلې ترمیم شوې
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۹ الفتح قول اردو د فاریاب ولایت لومړۍ پلې لوا کې د تخنیک او ثقيله ټولي د مسلکي ټیم له لورې ۹۰ عراده بېلابیل ډول نظامي وسایط او ۴۴ میله بېلابیل ډول وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغو نظامي وسایطو کې ۶ عرادې ضربتي، ۳۶عرادې هاموي ټانګان ۱۱ څلور ټایره موټر سایکل، ۷ عرادې انترنشنل ۱۸ عرادې رنجر ۳ عرادې امبولانس ۳ عرادې ګیرینک او ۳ عرادې فورکلف شامل دي.