په ملي دفاع پوهنتون کې ۱۰۹ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ملي دفاع پوهنتون کې ۱۰۹ تنه مجاهدین چې ۸۹ تنه د حرب له اکاډمۍ او ۲۰ تنه د بریدملانو له اکاډمۍ په بېلابیلو برخو کې له دوه میاشتني عقیدوي،نظامي او مسلکي زده کړو له لومړۍ دورې څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
غونډه کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو کډون درلود، د ښوونې او روزنې قوماندانۍ قومندان الحاج مولوي عبدالجبار "صدیقي" په وینا کې یاد فارغان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه چې اسلامي نظام د الله ﷻ له لوري راکړل شوی نعمت دی نو د دې نعمت شکر ادا کړئ.
همدا راز د ملي دفاع پوهنتون قومندان مولوي عبدالقیوم "الیاس" مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې راتلونکې اسلامي ملي اردو به د هیواد لپاره یوه سرمایه وي، او په هر ډول عصري او ماډرن ټکنالوژۍ به سمبال د هیوادوالو خدمت کوي.
د یادونې وړ ده چې په یاد پوهتنون کې د ټولو مجاهدینو لپاره د قران عظیم الشان ترجمه له تفسیر سره هم د شیخ صیب عبدالرحیم لخوا ورکړل شوه.