مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۱۲مه
د هیواد په بیلابیلو سیو کې دافغان هوایي ځواکونو د بریدونو له امله دښمن ته درنه مرګ ژوبله
کابل – افغانستان: د هیواد په زیات شمیر سیمو کې د سختو واورو او بارانونو پر وریدو سر بیره، چې د هوایې ځواکونو الوتنې یې له یو لړ ستونزو سره مخ کړې وې خو بیا هم د ملي پوځ هوایي ځواک د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د دښمن پر ځالو مرګوني بریدونه تر سره کړي دي.

دغه بریدونه د هلمند ولایت په سنګین، د سرپل ولایت په سنچارک، د تخار ولایت په دښت کلا ُ د غزني ولایت د قرباغ، ده یک، اندړ او واغظ د ننګرهار ولایت په حصارک، د پکتیا ولایت په زرمت، د بلخ ولایت په شولګره، د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالیو او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوندو سیمو کې تر سره شوي وو.
د یادو بریدونو په پایله کې د ۱۲ تنو قومندانانو، چې هر یو ملاشفیق الله، ملازنځیر، ملا نور احمد مشهور په خالد، عبدالله، زاهدالله، یوسف بدرالدین، ملا فیض الله، مولوي نعمت الله، مولوي مهدي، ملا نورالحق د سنچارک و او ملا تیمورشاه د بلخاب ولسوالیو لپاره د طالبانو د نومول شوو ولسوالانو په ګډون ۳۵۰ تنه ترهګر وژل شوي او په لس ګونه پټنځایونه، د وسلو او مهماتو یو شمیر زیرمې له منځه وړل شوي دي.
نوموړو قومندانانو په خپلو سیمو کې د ځان وژونکو بریدونو، د ماینونوخښولو او د ډله ایزو بریدونو پلانولو کې رغنده رول درلود.
د افغانستان هوايي ځواکونه د هیواد د نورو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ په هر ډول شرایطو کې د هیواد د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري او د دښمن د له منځه وړلو لپاره هیڅ راز هڅو او هاند نه ډډه نه کوي.
###