د ملي دفاع وزارت د حمایې لوا په ورکشاپونو کې زرګونه بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم شول
د ملي دفاع وزارت مشرتابه د خاصې توجه او د حمایې لوا قوماندانۍ د تخنیکي ټیم مسؤلانو د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو په پایله کې، چې د تیرو کلونو په اوږدو کې زرګونه بېلابېل ډوله پوځي وسایط لکه:هاموي ټانکونه، رینجر، انټرنیشنل، کرینګ، بوکیټ، فورکیټ، ماله، ټانکر، اور وژنکي موټر، امبولانسونه او زغره وال وسایط شامل وو، د یادې قوماندانۍ په ورکشاپونو کې بیا ځلې ترمیم شول.
دا ترمیم شوي وسایط به د اړتیا په صورت کې په قطعاتو کې وکارول شي.