په ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۱۰۵۰ میله بیلابیل ډول اسلحې ترمیم شوې
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو د تخنیک مدیریت ورکشاپ کې د خفیفه اسلحو د تخنیکي ټیم له لوري ۱۰۵۰ میله بېلابیل ډول نظامي اسلحې ترمیم او کارونې ته چمتو شوې.
په دغو اسلحو کې ( روسي او امریکایي دھشکې، راکټان، بیلابیل ډول ثقیلان، کلاشینکوفونه ام ۴ ، ام ۱۶) او ګڼ شمیر نورې اسلحې شاملې دي.
همدا راز د ملي دفاع وزارت په مرکزي او ساحوي ورکشاپونو کې د وسایطو او اسلحو ترمیم جریان لري.