د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۲۴ تنه مجاهدین فارغ شول

s.mohmand

 
 د ملي دفاع وزارت اړوند  ۲۰۳ منصوري قول اردو د کشف او استخباراتو په کنډک کې ۲۴ تنه مجاهدین د عقیدتي زده کړو ترڅنګ په مختلفو برخو کې نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

 مسؤلینو یادو فارغانو ته د مسلکي زده کړو په اهمیت او اړتیا هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه چې د یو مسلکي اسلامي اردو د جوړولو لپاره اړینه ده چې په ټولو نظامي برخو کې مسلکي منسوبین وروزل شي.

 همدا راز فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په پوره زړورتیا سره به خپل ورسپارل شوی مسؤلیت مخته وړي، په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق نامې هم ورکړل شوې.