مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۱۱ مه

zia_omid

 

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۳۸ ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۴ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۶۸ ځانګړي کوماندویي دندې او یو هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو یوه الوتنه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۳۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲۵ تنه ټپیان او ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د فراه، بادغیس، سرپل، بغلان، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ او قیصار ولسوالیو کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه تپیان او د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۱۴ موضع ګانې، ۱۵۰ متره خندق او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

همدا راز د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان او د بادغیس ولایت مرکز اړوند لامان په سیمه کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

###