د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې څخه لیدنه وکړه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د اوپراسیون رئیس مولوي نور الرحمن "نصرت" په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې له قوماندان ملامحمد حافظ "مجاهد" او د یادې فرقې د اوپراسیون له مسؤلینو سره یې ولیدل.

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د اوپراسیون رئیس د یادې فرقې له مسؤلینو څخه د راپور اخیستلو ترڅنګ د طاغوتي لښکر په وړاندې د مجاهدینو د تېرو ۲۰ کلونو قربانۍ او سر ښندنې د هیواد لپاره ستر ویاړ وباله.

همدا راز د یادې فرقې مسؤلینو زیاته کړه چې د دوښمن له لوري د قومي او ژبني تعصب هڅه د دوی ستر هدف دی او هېڅکله به د اسلامي نظام د ټینګښت په وړاندې خنډ جوړ نکړي