د روغتیایي چارو قومندان د هوایي ځواک له روغتون څخه لیدنه وکړه
نن ورځ د ستر درستیز د روغتیایي چارو عمومي قومندان ډاکټر محمد طاهر "احرار" او ورسره مل پلاوي د هوایي ځواک له روغتون څخه لیدنه وکړه.
د روغتیایي چارو قومندان د یاد روغتون د کارونو ارزونه وکړه او زیاته یې کړه چې رهبري یې باید روغتیایي خدمتونه نور هم زیات کړي او چارې یې باید نورې هم مجهزې شي.
همدا راز تر څنګ یې د ترکانو له روغتون څخه هم لیدنه وکړه، چې له ډیر وخت څخه غیر فعال ده او د بیا فعالیت لپاره یې ژمنه وکړه.