مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۱۰ مه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۵۶ ترهګرو وژل کیدل
کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۶۸ ځانګړي کوماندویي دندې او ۳ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو ۵۲ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۵۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۳۰ تنه ټپیان او ۱۳ تنه نور نیول شوي دي .
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کې ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۲ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه نیول شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي .
همدا راز د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان، د سالنګ لویي لارې په اوږدو کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی او د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د زرغون شهر په سیمه کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
###