په کندهار ولایت کې یوه ( 530 MD) الوتکه الوتنې ته چمتو شوه

s.mohmand

د کندهار ولایت د هوایي ځواک لوا د انجنیرۍ تخنیکي ټیم له لوري یو بال "530 MD"،الوتکه چې د تیرې ادارې په وخت کې تخریب شوې وه، بیرته ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.

د کندهار د هوایي ځواک لوا قوماندان مولوي صاحب فتح الله "منصور" د هوایي تخنیک د انجنیرۍ ټیم هڅې وستایلې او ویې ویل موږ متعهد یو تر څو په  اخلاص، ژمنتیا او وفادارۍ د هوایي ځواک په برخه کې ګړندي ګامونه واخلو او هغه الوتکې چې له فعالیته لویدلي یو ځل بیا ترمیم او الوتنې ته چمتو کړو.

د تخنیکي ټیم له لوري د یادې الوتکې ازمایښتي الوتنه نن په بریالیتوب سره تر سره شوه.